رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې کله الله تعالی خپل یو مومن بنده ته د خیر اراده وکړي نو هغه په خپل ځان، مال او کورنۍ کې په مصیبت وررسولو سره امتحانوي، ځکه چې پدې سره مؤمن الله تعالی ته په دعا کولو سره رجوع کوي، ګناهونه یې بخښل کیږي او درجې یې لوړیږي.