رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګندوي چې ګناه کار مسلمان ته د الله تعالی د بخښنې تمه شته، مګر هغه څوک چې په ویاړ او سرکښۍ سره خپله ګناه اعلانوي نو هغه د بخښنې وړ نه دی. ځکه چې هغه کله د شپې ګناه وکړي نو سبا پرې د الله جل جلاله اچولې پرده له ځانه لرې کوي، او نورو سره په خبرو کې وایې چې پرون مې فلانۍ ګناه کړې ده، پداسې حال کې چې الله تعالی د شپې پرې پرده اچولې وه، نو کله چې سهار کړي د الله تعالی پرده له ځانه لرې کړي..!!