رسول الله صلی الله علیه وسلم د لویو ګناهونو په اړه وضاحت ورکوي، د کومو مرتکب چې په دنیا او آخرت کې په سختې (سزا) سره ګواښل شوی دی. لومړی یې «له الله جل جلاله سره شرک کول» دي: او شرک له الله پرته بل چا ته د هر ډول عبادت کول دي، او له الله تعالی سره د هغه د الوهیت، ربوبیت، اسماء او صفاتو په ځانګړتیاوو کې د نورو برابرول دي. او دویمه یې "د مور او پلار نافرماني ده": او (نافرماني) له هرې هغې وینا او کړنې څخه عبارت دی چې د مور او پلار د ازار او اذیت لامل ګرځي، او له هغوی سره د نیکۍ پرېښودل دي. او دریم یې له حق پرته "د نفس وژل" دي: لکه په ظلم او تیري سره قتل کول. او څلورم یې " غموس قسم دی": او دا هغه قسم دی چې په قصدي توګه په دورغو خوړل کیږي، دا نوم ځکه ورکړل شوی چې خاوند یې د دې له امله په ګناه او یا اور کې منډل کیږي.