رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته له اوو جرمونو او تباه کوونکو ګناهونو څخه په ځان ژغورلو امر کوي، او کله چې ترې پوښتنه وشوه چې هغه کوم دي؟ نو هغه یې په ګوته کوي چې: لومړی: له الله تعالی سره شرک کول، داسې چې له هغه پاک ذات سره مثل ونیول شي، په هره بڼه چې وي، او یا له عبادتونو څخه د هر ډول عبادت له الله تعالی پرته بل چا ته وشي، او په شرک یې پیل ځکه وکړ چې تر ټولو لویه ګناه ده. دویم: جادو دی - چې هغه له غوټو، دمونو، درملو او لوګیو څخه عبارت دی - چې د جادو کړی شوي انسان په بدن کې د هغه په وژلو او یا ناروغولو اغېزه کوي او یا د ښځې او خاوند تر منځه جلاوالی راولي، او دا یو شیطاني عمل دی، او ډیری یې داسې دي چې پایلي ته نه رسیږي مګر په الله تعالی باندې په شرک کولو او یا پلیتو ارواحو ته په هغه څه سره په نزدې کېدولو چې هغوی یې خوښوي. دریم: د هغه نفس وژل چې الله تعالی یې وژل حرام کړي دي پرته له دې چې د حاکم له خوا په مشروع جواز سره پلي شي. څلورم: د سود خوړل او یا د نورو وسیلو په استعمالولو سره له سود څخه ګټه اخیستل. پنځم: د هغه نابالغ په مال کې خیانت کول چې پلار یې بلوغ ته له رسېدو مخکې مړ شوی وي. شپږم: د کافرانو سره له جګړې څخه تېښته. اووم: په آزادو او پاکو ښځو باندې د زنا تور لګول او همدارنګه د نارینه و تورنول.