له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یوه بانډچي سړي - چې په صحرا کې اوسیده- د قیامت د نېټې په اړه پوښتنه وکړه چې څه وخت راځي؟ نو هغه صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې: د دې لپاره دې په کومو نیکو عملونو سره چمتوالی نیولی دی؟ نو پوښتونکي وویل: په کومو لویو عملونو سره ورته چمتوالی نه لرم، خو دا ده چې زه د الله او د هغه د رسول سره مینه لرم. لدې پرته یې د نورو قلبي، بدني او مالي عبادتونو یادونه ونه کړه؛ ځکه چې دا ټول د هغې مینې برخه ده چې دا (عبادتونه) یې پایله ده، او ځکه چې ریښتینې مینه یو څوک په نېکو عملونو کې زیار ویستلو ته اړباسي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: یقینا چې ته به په جنت کې له هغه چا سره یې، چې مینه ورسره لرې. نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام پدې زېري سره سخت خوشحاله شول. بیا انس رضی الله عنه وویل چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم، ابوبکر او عمر سره مینه لري او دا چې دی هیله لري چې له هغوی سره اوسي، که څه هم عمل یې د هغوی د عمل په څېر نه دی.