رسول الله صلی الله علیه وسلم د جاهليت د زمانې ځينې کارونه بیان کړل او په اړه یې خبرداری ورکړ، او دا یې واضحه کړه چې چارې د الله په لاس کې دي او دا چې هر کار د الله په امر او تقدیر سره کیږي، او هغه په لاندې ډول دي: لومړی: د اسلام نه مخکې خلک په دې باور وو چي ناروغي پخپله ساري ده؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې عقېدې څخه منع وفرمایله چې ناروغي له یو ناروغ څخه بل ته په خپله ځي؛ نو الله تعالی په کائناتو کې تصرف کوي او همغه ذات دی چې ناروغي رالیږي او یا یې لرې کوي، او دا کارونه یوازې د هغه په اراده او تقدیر سره کیږي. دویم: د جاهلیت خلک به چې کله په سفر او یا سوداګرۍ وتل نو یوه مرغۍ به یې خوشې کړه، که ښي اړخ ته به والوته نو یو بل ته به یې سره زیری ورکړ او که چېرته به کیڼ لور ته والوته نو بد فال به یې ونیوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم په مرغۍ له بدفالۍ څخه منع وفرمایله او څرګنده یې کړه چې دا یوه باطله عقیده ده. دريم: د جاهلیت د وخت خلکو به ویل: کله چې بوم مرغۍ (ګونګی) په یو کور کیني، نو د هغه کور پر خلکو يو آفت راځي؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې کار له بد فالۍ څخه منع وفرمایله. څلورم: د صفر میاشتې په اړه چې د قمري میاشتو دویمه میاشت ده بدفال نیول حرام دي. او ویل شوي چې صفر: یو ډول مار دی چې د مېږو او خلکو په ګېډو کې پېدا کیږي، دوی ادعا کوله چې دا له جرب مرض (هغه ناروغي چې د انسان د بدن غړي خوري) څخه زیات ساري دی، نو لدې عقېدې څخه یې منع وفرمایله. پنځم: د جذام له مرض څخه د ځان ساتلو په موخه په جذام له اخته شوي انسان څخه په لرې پاتې کېدلو یې امر وکړ لکه څنګه چې انسان له زمري څخه لرې کیږي، دا د ځان ساتلو او د هغو اسبابو د کارولو له امله چې الله تعالی پرې امر کړی، او جذام داسې یوه ناروغي ده چې له امله یې د انسان د بدن هډوکي له منځه ځي او خوړل کیږي.