رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان کړی چې: الله تعالی د اسلام لپاره په نېغه لار یو مثال وړاندې کړ چې دغه لار سیده ده او هیڅ کوږوالی پکې نشته، او د لارې په دواړو غاړو دوه دېوالونه دي چې تر څنډو یې راچاپېر دي، او دا دواړه د الله تعالی حدود دي، پدې دواړو دېوالونو کې خلاصې دروازې دي چې هغه د الله تعالی محارم دي، او په هغو دروازو پردې دي چې تېرېدونکي ته نه ښکاري د لارې دننه څوک دي، او د لارې په سر یو بلونکی دی چې خلکو ته لارښوونه کوي او ورته وایي: په لاره - نېغ- ځئ، پرته لدې چې غاړو او څنډو ته یې ورکاږه شئ، او دا بلونکی د الله تعالی کتاب دی، او هلته د لارې پر سر یو بل بلونکی دی؛ او دا بلونکی چې کله په لارې تلونکی وغواړي د دروازو پردې یو څه خلاصې کړي نو ویې رټي او ورته وایي: افسوس دی پر تا مه یې خلاصوه! که چېرته یې ته خلاصه کړې نو خامخا به ورننوځې او هېڅکله به ونکړای شې چې ځان له ننوتلو ایسار کړې، او دا بلونکی د هر مسلمان په زړه کې د الله تعالی مبلغ دی.