د رسول الله صلى الله عليه وسلم زياتره دعاګانې له الله تعالی څخه په دين او اطاعت د استقامت او له انحراف او ګمراهۍ څخه د ځان ساتلو غوښتنه وه. نو انس بن مالک رضي الله عنه په دې خبره حیران شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولې دا دعا دومره زیاته کوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې زړونه د الله تعالی له ګوتو څخه دوو ګوتو تر منځه دي، او هر ډول چې وغواړي هغسې یې اړوي، نو زړه چې دی د ایمان او کفر ځای دی او زړه د زیاتو تغیراتو له امله قلب بلل شوی دی؛ ځکه چې دا په اوړیدلو راوړیدلو کې له کټوۍ (دیګ) نه هم زیات سخت دی کله چې په خوټکېدلو راشي، نو چاته چې الله وغواړي زړه یې په هدایت سره ټېنګ او په دین سره ثابت کړي، او چاته چې الله وغواړي نو زړه یې له هدایت څخه بې لاریتوب او ګمراهۍ ته واړوي.