رسول الله صلی الله علیه وسلم له څلورو شیانو څخه پناه غوښتې ده: لومړی: (اللهم إني أعوذ بك من زوال نعمتك) اې الله! زه تاته ستا د نعمتونو له زوال څخه پناه دروړم، هغه که دیني وي او یا دنیوي، او له تانه سوال کوم چې په اسلام ثابت پاتې شم، او په ګناهونو کې له ښکېلتیا وژغورل شم، د کومو له امله چې نعمتونه له منځه ځي. دویم: (او ستا د راکړې روغتیا بدلېدل) چې په مصیبت بدله شي؛ نو ستا څخه د دوامداره عافیت، له دردونو او ناروغیو څخه د سلامتیا سوال کوم. دريم: (او په ناڅاپي توګه ستا له انتقام او سزا څخه) چې په ناڅاپي توګه کوم مصیبت او یا عذاب راورسېږي، عذاب چې کله په ناڅاپي توګه راشي بیا نو د توبې او جبرانولو لپاره وخت نه وي، او د هغه چا به ډېر بد او سخت حالت وي چې ورسره مخ شي. څلورم: (او ستا له هر ډول غصې او قهر څخه) او هغه لاملونه چې ستا د قهر او غصې لامل ګرځي؛ ځکه هغه څوک چې ته پرې قهر شې نو هغه ذلیل او تاواني شو. هغه صلی الله علیه وسلم د جمعې کلمه کارولې ده چې؛ ترڅو د الله پاک د غصې هر ډول اسبابو ته شامله شي؛ له ویناوو، کړنو او یا اعتقاداتو څخه.