رسول الله صلی الله علیه وسلم به سبا او بېګا مهال دا دعاګانې نه پرېښودلې: (اللهم إني أسألُكَ العافيةَ) (یا الله! زه له تا څخه عافیت غواړم) له ناروغیو، مصیبتونو، دنیاوي سختیو او له دیني خواهشاتو او فتنو څخه په (دنیا او آخرت) کې، هغه فتنې چې اوس شتون لري او هغه چې په راتلونکې کې به پېښیږي. (یا الله! زه له تا څخه بخښنه) او د ګناهونو له منځه وړل او له هغو تېرېدل غواړم، او له تا څخه له هر ډول نېمګړتیاوو څخه (زما په دين) کې لکه: له شرک، بدعت او ګناهونو څخه، (او زما په دنیا کې) له مصیبتونو، ضررونو او شرونو څخه سلامتیا غواړم، او زما په (کورنۍ کې) چې زما ښځې، اولادونه او خپلوان دي، او (زما په مال) او عمل کې درڅخه د عافیت سوال کوم. (اللهم استرْ عَوراتي) یا الله! زما د عورتونو پرده وکړه، او هغه عیبونه او نېمګړتیاوې چې په ما کې دي، او زما ګناهونه پاک کړه، (او ما له وېرې په امن کې کړه) خوف او وېره راڅخه لرې کړه. (اللهم احفظْني) یا الله! زما ساتنه وکړه، او ما له ضرر او مصیبت څخه وساته؛ هغه ضررونه چې (زما په وړاندې، زما د شا له خوا، زما له ښي اړخ څخه، زما له کیڼ اړخ څخه او زما له پورته خوا) ماته متوجه دي. نو (رسول الله صلی الله علیه وسلم) د الله تعالی څخه سوال وکړ چې له ټولو خواوو یې ساتنه وکړي؛ ځکه چې مصیبتونه او آفتونه انسان ته یوازې له همدې لارو رسیږي. (وأعوذُ بعظمتك أن أُغْتَال) او ستا په لویۍ پناه نیسم چې د لاندې له خوا ونیول شم او یا هلاک شم؛ داسې چې ځمکه مې کش کړي.