رسول الله صلی الله علیه وسلم عاېشې رضي الله عنها ته څلور جامعه دعاګانې ورښودلې دي: لومړۍ: عامه دعا ده چې هرې ښېګڼې ته شامله ده، (یا الله! زه له تا څخه د ټول خېر غوښتنه کوم) (عاجله) هغه چې وخت یې نږدې دی، (و آجله) او هغه چې لرې دی، (ما علمت منه) هغه چې تا یې په اړه پوهه راکړې ده (و ما لم أعلم) او هغه چې تا یې پوهه نه ده راکړې او ستا په علم کې شته. پدې دعا کې الله تعالی ته د چارو سپارل دي؛ هغه ذات چې پوه، خبر او مهربان دی، نو هغه پاک ذات د مسلمان لپاره غوره او ښایسته برخلیک ټاکي، (و أعوذ) او پناه نیسم پر تا باندې له هر ډول بیړني او وروسته راتلونکي شر څخه؛ هغه چې زه پرې پوه یم او هغه چې په اړه یې راته علم نشته. دویمه دعا: دا ده چې مسلمان په دعا کې تجاوز و نه کړي (اللهم انی اسألک) یا الله زه له تانه سوال کوم، او د هغه خېر غوښتنه درنه کوم چې ستا بنده او پېغمبر صلی الله علیه وسلم یې غوښتنه کړې ده، (و أعوذ) او زه پنا نیسم پر تا له هغه شر څخه چې ستا بنده او پېغمبر صلی الله علیه وسلم ترې پنا غوښتې ده، او دا دعا او له الله تعالی څخه غوښتنه ده چې بلونکي (داعي) ته هغه څه ورکړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د ځان لپاره غوښتنه کړې ده، پرته له دې چې ډولونه یې وشمیري. دریمه دعا: جنت ته د ننوتلو غوښتنه او له اور څخه ژغورل کېدل، او دا د هر مسلمان مقصد او له عمل څخه یې همدا موخه او هدف دی: (اللهم إني أسألك الجنة) یا الله زه له تانه د جنت سوال کوم، چې رانصیب یې کړې، (وما قرب إلیها من قول أو عمل) او د هغې کړنې او نیک عمل چې ته پرې خوشحاله کیږې، (و أعوذ بک من النار) او پر تا له اور څخه پنا غواړم (وما قرب الیها من قول او عمل) او له هغې وینا او کړنې څخه چې ګناه وي او تا غصه کوي. څلورمه دعا: د الله تعالی په قضا او قدر باندې د خوښۍ غوښتلو دعا ( و أسألک أن تجعل کل قضاء قضیته لي خیرا ) او له تانه سوال کوم چې هره پرېکړه دې چې زما په حق کې کړي وي، هغه خیر وګرځوه، او دا د الله تعالی په پرېکړه او فیصلې د رضایت غوښتلو دعا ده.