د رسول الله صلی الله عليه وسلم له دعاګانو څخه یوه دا وه: «اللهم إني أسألك الهدى»: یعني اې الله! زه له تا څخه د هدایت سوال کوم، یعني د حق پېژندنه او عمل پرې، «والتقى»: یعني د تقوا غوښتنه کوم، یعني د الله د امرونو اطاعت او د منع شویو کارونو پرېښودل، «والعفاف»: یعني له ناوړه خبرو او عملونو څخه ځان ساتل، «والغنى»: یعني له مخلوق څخه بېنیازي، داسې چې یوازې خپل رب ته محتاج وي، او بل چاته اړتیا ونه لري.