د پېغمبر ﷺ له دعاګانو څخه یوه دا وه چې ویل به یې: «اې الله ! تاته مې غاړه اېښودلې( او فرمان منونکی دې یم)، پر تا مې ایمان راوړی، باور لرم او اقرار کوم، پر تا مې توکل کړی؛ چارې مې درسپارلي او پرتا مې تکیه ده، او تاته مې رجوع کړې او درګرځېدلی یم او تاته مې مخ کړی (ستا لپاره مې جګړه کړې او ستا له دښمنانو سره مې دعوې کړي دي) اې الله ! زه ستا په عزت، ځواک او غلبې پناه نیسم -پدې چې ستا پرته بل حق معبود یعنې د بندګۍ وړ ذات نشته- له دې چې ما له سمې لارې ګمراه کړې او لدې چې راڅخه ناراضه شې، (ته تلپاتي ژوندی ذات یې چې نه مرې او نه پناه کېږې، (حال دا چې انسانان او پيریان مري).