explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به ډیری وخت جامعه دعاګانې کولې چې له هغو څخه یوه دا ده: "اللهم ربنا آتنا في الدنيا حسنة، وفي الآخرة حسنة، وقنا عذاب النار"، دا دعا د دنيا ښېګڼو ته شامله ده، لکه خوندور، پراخه او حلال رزق، صالحه مېرمن، داسې اولادونه چې سترګې پرې یخیږي، هوساینه، ګټور علم، نيک عمل او داسې نورې مطلوبې او روا غوښتنې او د آخرت خېر لکه: د قبر او آخرت سختو حالاتو او د جهنم له عذابونو څخه په امن کې پاتې کېدل، د الله جل جلاله خوښي او ابدي نعمتونو تر لاسه کول او ډېر مهربان رب ته نږدې کېدل.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • دا غوره ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې د پيروۍ له مخې جامعه دعاګانې وغوښتل شي.
  • ښه ده چې انسان په خپله دعا کې د دنیا او آخرت خیرونه سره یوځای کړي.