explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چې اصلي ځواک د بدن ځواکمني نده او نه هغه ځواکمن دی چې نور قوي کسان راچپه کړي، بلکې غښتلی او پیاوړی - انسان - هغه څوک دی چې د خپل نفس په وړاندې مبارزه وکړي او د سختې غصې په وخت کې یې کنټرول کړي، ځکه چې دا د دې په خپل ځان د پوره ځواک او په شیطان د غالبېدو دلیل دی.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د غصې په وخت کې د زغم او پر نفس د کنټرول فضیلت، او دا یو له هغو نیکو کارونو څخه دی چې اسلام پرې ټینګار کړی دی.
  • د غصې پر مهال د نفس په وړاندې مبارزه د دښمن پر وړاندې له مبارزې کولو سخته ده.
  • اسلام د جاهلیت د ځواکمنۍ مفهوم ته په ښو اخلاقو بدلون ورکړی دی، نو تر ټولو ځواکمن انسان هغه دی چې خپل ځان کنټرول کړي.
  • له غوصې څخه ځان ساتل، ځکه چې زیان یې افرادو او ټولنې ته رسیږي.