له ابو الدرداء رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَا شَيْءٌ أَثْقَلُ فِي مِيزَانِ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ خُلُقٍ حَسَنٍ، وَإِنَّ اللَّهَ لَيُبْغِضُ الفَاحِشَ البَذِيءَ». "د قيامت په ورځ د مؤمن په ترازو کې له ښو اخلاقو څخه بل څه دروند نشته، او یقینا چې الله جل جلاله له فاحش او بې حيا څخه نفرت کوي". صحيح دی - ابو داود او الترمذي روايت کړی دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د قیامت په ورځ له کړنو او ویناوو څخه تر ټولو دروند شی د مؤمن په تله کې ښه اخلاق دي، چې هغه پراخه تندی، ضرر لرې کول او نیکۍ کول دي. الله تعالی د هغه څه څخه کرکه کوي چې په عمل او خبرو کې بد دی او هغه څه چې پر ​​ژبه پوچ او فحش وي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د ښو اخلاقو فضیلت؛ ځکه چې خپل خاوند ته د الله تعالی سره مینه او د هغه عبادت په میراث پریږدي او د قيامت په ورځ تر ټولو ستر شيان چې تلل کیږي همدا دي.