نبي صلی الله علیه وسلم په درې شيانو امر کوي: لومړی: د الله تعالی څخه وېره، یعنې د واجب کارونو ترسره کول او له حرامو ځان ساتل، په هر ځای، هر وخت او هر حال کې که پټ وي که ښکاره، که روغ وي یا په ازمېښت کې، او داسې نور. دویم: که کومه ګناه درڅخه وشوه، نو وروسته پسې نیکي وکړه — لکه لمونځ، صدقه، نیکي، خپلوي پالنه، توبه او داسې نور — نو دا ګناه له منځه وړي. درېیم: له خلکو سره په ښه اخلاقو چلند کوه، لکه پر وړاندې یې موسکا کول، مهرباني او نرمي ښودل، نېکي کول او د زیان رسولو مخنیوی.