رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام عمل کولو ته هڅوي او دا چې له الله څخه تر خپلې وسې پورې ووېریږي، پرته له دې چې (په عمل کې) افراط او تفریط وکړي، او د دې لپاره چې عمل یې قبول شي او له امله یې پرې د الله جل جلاله له خوا رحمت نازل شي نو په خپل سم عمل سره دې نیت الله جل جلاله ته خالص کړي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پيروۍ سره سم دې تر سره کړي. بیا یې خبر ورکړ چې ستاسو څخه به هېڅوک یوازې په خپل عمل سره ونه ژغورل شي؛ بلکې د الله جل جلاله رحمت اړین دی. هغوی وویل: ته هم اې د الله رسوله، آیا ستا عمل د دې ستر ارزښت سره سره هم تا نه شي ژغورلی؟ ويې ويل: زه هم، پرته له دې چې الله مې په خپل رحمت وپوښي.