رسول الله صلی الله علیه وسلم په قدسي حدیث کې خبر ورکوي چې الله جل جلاله د مشرکانو او کافرانو په اړه فرمایلي چې هغوی ترې انکار کوي او په نیمګړتیاوو او عیبونو سره یې یادوي، حال دا چې دوی ته دا په کار نه وو. نو له الله څخه یې انکار دا ګمان کول دي چې الله به بیا دوی له مرګ نه وروسته پيدا نه کړي لکه څنګه یې چې په لومړي ځل له نشت څخه پيدا کړي وو، نو الله د هغوی دا خبره پدې سره رد کړه چې د هغه چا لپاره چې په لومړي ځل یې له نشت څخه پيدا کول پيل کړي دي پدې ځواکمن دی چې بیا یې پيدا کړي، بلکې دا کار ورته اسان دی، او که چېرته الله جل جلاله ته دواړه کارونه؛ پيدا کول او بېرته راګرځول اسان وي، نو بیا خو الله جل جلاله پر هر څه قادر دي. او د دوی سپکاوی دا وینا ده چې وایي: الله زوی لري، نو هغوی ته یې ځواب ورکړ چې هغه خو یو دی؛ هغه ذات دی چې په خپلو نومونو، صفتونو او افعالو کې له ټولو کمالاتو سره بې ساری دی، له هر ډول عیب او نېمګړتیا څخه پاک دی، بې نیازه دی چې هیچا ته اړتیا نه لري او هر څوک هغه ته اړتیا لري، نه د چا پلار و، نه د چا زوی و، او نه د هغه سپېڅلي ذات برابر بل څوک شته.