کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات ته ننوت نو ویل به یې: (أعوذ بالله العظيم) ملاتړ غواړم او پناه نیسم په الله او د هغه په صفتونو باندې (وبوجهه الكريم) د هغه په عزتمن روی چې سخي او ورکوونکی ذات دی. (وسلطانه) او د هغه په واکمنۍ؛ برلاسۍ، ځواکمنۍ او د هغه په قهر سره د هغه له مخلوقاتو نه، په چا باندې چې وغواړي. (القدیم) ازلي او ابدي ذات (من الشيطان الرجيم) (له رټلی شوي شیطان څخه) هغه چې د الله تعالی له رحمت څخه لرې شوی او شړل شوی دی، یعني: اې الله ما د هغه له وسوسې، د هغه له بې لارې کولو، د هغه نقشو، د هغه له خطرونو، د هغه له فرېبکارۍ څخه وساته، ځکه هغه د ګمراهۍ لامل او بې لاریتوب او جهالت ته هڅوونکی دی. نو عبد الله بن عمرو ته وویل شو چې "أقط؟" یعنې آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازې همدا ویلي؟ هغه وویل: هو. نو کله چې جومات ته ننوتونکي دا دعا وویله؛ شیطان ووایي چې: دې ننوتونکي د ټول وخت لپاره خپل ځان راڅخه وساته؛ یعنې ټوله ورځ او شپه یې.