رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې الله تعالی نیکۍ او بدۍ اندازه کړي دي، بیا یې دوه ملاېکو ته ورښودلي چې څنګه یې ولیکي: نو څوک چې د یو نیک کار اراده، نیت او عزم وکړي، د هغه لپاره یوه نیکي لیکل کیږي اګر که عملي کړي یې هم نه وي، خو که چېرته یې عملي کړه نو هغه ورته لس چنده تر اووه سوه چنده او څو چنده زیاتیږي، او زیاتوالی په زړه کې د اخلاص او نورو ته ګټې رسوونې او داسې نورو کړنو په اندازه وي. او څوک چې د کوم بد کار اراده، قصد او عزم وکړي، بیا یې د الله تعالی لپاره پرېږدي، د هغه لپاره نیکي لیکل کېږي، او که چېرته یې لدې امله پرېښوده چې ورڅخه په بل کار بوخت شو او د هغه کار اسباب یې هم تر سره نه کړل، نو هیڅ شی ورته نه لیکل کیږي، او که چېرته یې د ناتوانۍ له امله پرېښود نو د نیت په اساس ورته - ثواب او یا ګناه لیکل کیږي - او که چېرته یې ګناه عملي کړه نو یوازې یوه بدي ورته لیکل کیږي.