رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د هوازن قبیلې څو اسیران راوستل شول، چې په دې کې یوه ښځه د خپل ماشوم په لټه کې وه، کله چې هغې خپل ماشوم وموند، هغه یې واخیست او شیدې یې ورکړې ترڅو سینه کې د شېدو ډېرېدو له امله له درد څخه خلاصه شي، نو سینې ته یې جوښت کړ او شیدې یې ورکړې، نو نبي صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه وو ته وفرمایل: آیا فکر کوئ چې دا ښځه دې خپل ماشوم اور ته وغورځوي؟ مونږ وویل: هغه به یې په خپله خوښه ونه غورځوي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله تعالی پر خپلو مسلمانو بندګانو لدې ښځې - پر خپل کوچني - زیات مهربان دی.