رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه خبر ورکړ چې الله تعالی په قدسي حدیث کې فرمایلي: « اې د آدم زویه! تر څو چې ما رابلې او زما مهربانۍ ته هیله مند یې او مایوسه نه یې؛ په ګناه دې پرده اچوم، درڅخه یې پاکوم او په اړه یې هېڅ پروا نه ساتم؛ که څه هم دا ګناه او نافرماني له کبیره ګناهونو څخه وي. اې د آدم زویه: که ستا ګناهونه دومره زیات شي چې د آسمان او ځمکې تر منځ واټن ډک کړي، تر دې چې کنارو ته یې ورسیږي او اړخونه یې هم ونیسي او بیا له ما څخه بخښنه وغواړې، نو ګناهونه به دې له منځه یوسم او ټول به درته وبخښم، پرته له دې چې ډېروالي ته یې وګورم. اې د ادم زویه: که ته له مرګه وروسته ماته له دومره ګناهونو او نافرمانیو سره راشې چې د ځمکې د ډکوالي په اندازه وي او ته موحد مړ شوی یې او زما سره دې شرک نه وي کړی؛ نو زه به یې په مقابل کې د ځمکې د ډکوالي په اندازه بخښنه وکړم؛ ځکه چې زه د لوی مغفرت خاوند یم او له شرک پرته ټول ګناهونه بخښم.