په قدسي حدیث کې، رسول الله ﷺ فرمایلي چې الله تعالی فرمایلي: «مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقْدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ...» یعنې: "څوک چې زما له اولیاوو څخه د یوه سره دښمني وکړي، غصه یې کړي او یا بد وګڼي، نو ما پوه کړی او دښمني مې ورسره اعلان کړې ده. او ولي : مؤمن او پرهېزګار وي، او په څومره اندازه چې بنده له ایمان او تقوا څخه برخمن وي، په همغومره اندازه د الله تعالی له ولایت څخه برخمن وي، او په بل هېڅ شي مسلمان خپل رب ته دومره نه شي نږدې کېدلی، لکه څومره چې - د هغو واجبو اطاعتونو په تر سره کولو او د محرماتو په پرېښودلو سره - ورته نږدې کېږي او بنده تر هغه پورې خپل رب ته د فرایضو تر څنګ د نوافلو په ادا کولو سره نږدې کېږي چې د الله تعالی له محبت څخه برخمن شي. نو کله چې ورسره الله محبت وکړي، نو پدې څلور واړو اندامو په عمل کولو کې توفیق ورکوي (چې د هغه د غوښتنې سره سم یې وکاروي): په اورېدلو کې توفیق ورکوي، نو هغه څه به اوري چې الله پرې راضي کېږی. په لېدلو کې توفیق ورکوي، نو یوازې هغه څه ته به ګوري چې الله یې خوښوي او پرې راضي کېږي. د لاسونو په کارولو کې توفیق ورکوي، نو په لاسونو به یوازې هغه کار کوي چې الله پرې راضي کېږي. او د پښو په کارولو کې توفیق ورکوي، نو یوازې هغه ځای ته به ځي چې الله یې خوښوي او یوازې هغه ځای ته به هڅه کوي چې خېر پکې وي. او له دې سره بېره که له الله جل جلاله څخه د کوم شي سوال وکړي، نو الله به یې غوښتنه ومني، او پدې سره به هغه څوک شي چې دعا یې قبلېږي، او که په الله جل جلاله پناه وغواړي او هغه ته د ملاتړ په موخه پنا یوسي، نو الله پاک به پناه ورکړي او د هغه څه په وړاندې به یې ملاتړ وکړي چې وېره ترې لري.