رسول الله - صلى الله عليه وسلم - قسم کوي چې د قيامت په ورځ به د هغه د حوض جامونه د آسمان له ستورو او سيارو څخه زيات وي. او دا - منظره - په هغه توره شپه کې ښکاري چې سپوږمۍ نه وي. ځکه د سپوږمۍ په شپه کې ستوري روښانه نه وي ځکه چې د سپوږمۍ په رڼا کې پټ وي او هغه شپه چې ورېځ پکې نه وي، ځکه چې د ورېځو شتون د ستورو د لیدلو مخه نیسي. او دا چې د جنت په لوښو کې له شته څښاکو څخه څوک وڅښي، هغه به هېڅکله تږی نه شي او دا به وروستۍ تنده وي چې څښونکي ته رسیږي. او دا چې په نوموړې حوض کې له جنت څخه دوه ناوې رابهیږي او پلنوالی یې د اوږدوالي په اندازه دی. او دا چې نوموړی حوض په کونجونو کې سره مساوي دی؛ اوږدوالی یې له عمان څخه نیولې چې په بلقاء کې یو ښار دی تر أیله پورې چې هغه هم د شام په څنډو کې یو پېژندل شوی ښار دی، د دې دواړو تر منځ د واټن په اندازه دی. او د دې حوض اوبه له شېدو څخه زیاتې سپینې او خوند یې له شهدو څخه زیات خوږ دی.