رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه کوي چې چا د لمانځه لپاره له اذان کوونکي څخه د اذان الفاظ واورېدل نو ورپسې دي همغه الفاظ تکرار کړي پرته له : حي علی الصلاة، او : حي علی الفلاح څخه، ځکه له هغوی وروسته به: لا حول ولا قوة الا بالله وایي، بیا به د اذان په پای کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ووایي، ځکه چې چا په رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځل درود ووایي، نو الله تعالی به پرې د هغه له امله لس ځلې درودونه ووایي، او د الله تعالی لخوا پر بنده باندې د درود وییلو معنا: د ملایکو پر وړاندې د بنده ستاینه کول دي. بیا یې امر وکړ چې د هغه صلی الله علیه وسلم لپاره له الله تعالی څخه د وسیلې سوال وشي، چې هغه په جنت کې یو مقام دی او تر ټولو لوړ دی، چې د الله تعالی په ټولو بندګانو کې یوازې د یو بنده سره ښایي او ورته ورکول کیږي، او زه تمه لرم چې هغه زه اوسم، او رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره د عاجزۍ او تواضع له مخې کړې ده؛ ځکه چې کله هغه مقام یوازې د یو چا لپاره وي، نو هغه یو تن به لده صلی الله علیه وسلم پرته بل څوک نه وي، ځکه چې هغه د مخلوقاتو تر ټولو غوره دی. بیا هغه صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې چا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د وسیلې دعا وکړه نو هغه انسان ته د هغه صلی الله علیه وسلم شفاعت حاصل دی.