رسول الله صلى الله عليه وسلم خپلو اصحابو ته د دجال، د هغه د صفتونو او نښانونو په اړه خبر ورکوي، چې له هغه مخکې هېڅ نبي ترې خبر ندی ورکړی، له هغو څخه: هغه په سترګه ړوند دی. او الله تعالی له هغه سره داسې یو څه مل کړي دي چې په سترګو جنت او دوزخ ښکاري. مګر د هغه جنت اور او اور یې جنت دی، چا یې چې پیروي وکړه نو خلکو ته داسې ښکاري چې ګویا جنت ته یې ننباسي، خو په حقیقت کې هغه سوځونکی اور دی، او چا یې چې نافرماني وکړه خلکو ته داسې ښکاري چې هغه یې اور ته ننباسي، خو په حقیقت کې هغه ښایسته جنت دی. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د هغه د فتنې په اړه خبرداری راکړ، لکه څنګه چې نوح علیه السلام خپل قوم ته خبرداری ورکړی و.