رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې دا دین به د ځمکې ټولې برخې وپوښي، هر هغه ځای ته چې شپه او ورځ رسېدلي دا دین به ور ورسیږي. او الله تعالی به ښارونو، کلیو او بانډو کې هېڅ کور پرې نه ږدي پرته له دې چې دا دین پرې ورننباسي. نو چا چې دا دین قبول کړ او ایمان یې پرې راوړ، نو د اسلام په درناوي سره به عزتمند وي. او چا چې ترې انکار وکړ او کفر یې پرې وکړ نو ذلیل او سپک به شي. بیا تمیم داري رضي الله عنه وایي چې هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه وړاندوینه کړې وه د خپلې کورنۍ په خلکو کې مې ولیدل؛ چا چې له دوی څخه اسلام راوړی و، نو ښېګڼه، شرف او عزت یې تر لاسه کړ، او چا چې له دوی څخه کفر وکړ؛ ذلیل او سپک شول او سربېره پر دې به یې مسلمانانو ته جزیه هم ورکوله.