explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د بدو خلکو په اړه خبر ورکوي چې دوی هغه خلک دي چې قیامت پرې قایم شي او دوی ژوندي وي، او هغه خلک چې له قبرونو څخه یې جوماتونه جوړ کړي وي، د قبرونو تر څنګ او یا یې لورې ته لمونځونه کوي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • پر قبرونو د جوماتونو جوړولو ممانعت؛ ځکه دا د شرک وسیله ده.
  • د قبرونو تر څنګ د لمونځ کولو حراموالی که څه هم ودانۍ ونه لري؛ ځکه مسجد د هر هغه ځای لپاره نوم دی چې سجده پکې کیږي، که څه هم ودانۍ پکې نه وي.
  • چا چې د نیکانو قبرونه جوماتونه ګرځولي تر څو پکې لمونځ وشي، نو هغه له بدو خلکو څخه دي، که څه هم داسې ګمان و کړي چې پدې کار سره الله جل جلاله ته نږدېوالی غواړي.