نبي ﷺ خبر ورکړی چې څوک د الکهف سورت له پېل څخه لس آیتونه له یادو زده کړي، هغه به د دجال له فتنې نه وساتل شي، خوندي او محفوظ به پاتې شي کوم چې د قیامت نه مخکې راوځي او د الوهیت دعوه به کوي، او د هغه فتنه به په ځمکه کې تر ټولو لویه فتنه وي؛ د حضرت آدم علیه السلام نه تر قیامته پورې، ځکه الله تعالی به هغه ته داسې خارقالعاده کارونه ورکړي چې پرې خلک غولوي او ازمايي، خو د الکهف سورت په پېل کې داسې عجیبې پیښې او نښانې شته چې له فتنو ډېرې لوی دي چې دجال پرې خلک تېر باسي، نو څوک چې دا آیتونه په غور سره ولولي او پرې پوه شي، هغه به د دجال په فتنه کې نه لوېږي. او په یوه بل روایت کې راځي چې: د الکهف سورت وروستي لس آیتونه چې دې آیت څخه پیلېږي: {أَفَحَسِبَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ أَن يَتَّخِذُواْ...}.