رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرآن کریم په دوامداره تلاوت کولو ټینګار کړی؛ ځکه قرآن د قیامت په ورځ خپلو تلاوت کوونکو ته شفاعت کوي؛ هغوی چې عمل یې پرې کړی وي، بیا یې د البقره او آل عمران په سورتونو تاکید وکړ او دواړه یې په زهراوین او ځلانده سورتونو سره یاد کړل؛ د روښنایۍ او هدایت له امله، او دا چې د تلاوت- او په معنا کې یې تدبر او پر هغه څه عمل کول چې پدې کې دي - اجر یې د قیامت په ورځ لکه د دوو ورېځو او داسې نورو په څېر، یا لکه د مرغانو د دوو سېلونو په څېر چې وزرونه یې غوړولي او یو له بل سره نښلولي وي او په خپل خاوند یې سیوری جوړ کړی وي او دفاع ترې کوي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د سورة البقرې پر دوامداره تلاوت، په معنا کې یې تدبر او پر هغه څه عمل تاکید کړی دی چې پکې دي، او دا چې برکت او په دنیا او آخرت کې لویې ګټې پکې نغښتې دي، او پرېښودل یې د قیامت په ورځ پښېمانتیا او افسوس دی او د دې سورت له فضیلت څخه یو دا دی چې جادوګران نه شي کولای هغو کسانو ته زیان ورسوي چې دا سورت تلاوت کوي.