رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې: څوک چې د سورت البقرې دوه وروستي آیتونه د شپې پر مهال ولولي نو الله تعالی د هغه لپاره بسنه کوي چې له هرې بدۍ او مصیبت څخه یې وساتي. او داسې هم وییل شوي چې (معنا یې دا ده چې) دا آیتونه ورته د شپې له تهجدو څخه بسنه کوي، او وییل شوي چې له نورو ټولو اذکارو څخه ورته بسنه کوي، او وییل شوي چې دا تر ټولو کم هغه څه دي چې باید د شپې په تهجدو کې ولوستل شي او داسې نورې ویناوې هم شوي دي، او کېدای شي ټول هغه څه چې پدې اړه وویل شول سم وي ځکه چې دا الفاظ ورته شاملیږي.