رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تعالی په حدیث قدسي کې فرمایلي دي چې : ما د خپل ځان او خپل بنده تر منځه د فاتحې سورت په لمانځه کې په دوو برخو ویشلی دي، چې نیم یې زما او نیم یې زما د بنده لپاره دی. نو لومړۍ نیمه برخه یې: ستاینه، ثنا او لویي بیانول دي، چې په هغې سره غوره اجر ورکوم. او دویمه نیمایي برخه یې: عاجزي او دعا ده چې زه یې ورته قبلوم او هغه څه ورکوم چې هغه یې غواړي. نو کله چې لمونځ کوونکی ووایي: {الحمد لله رب العالمين}، الله تعالی وفرمایي: زما بنده زما ستاینه وکړه، او کله چې ووایي: {الرحمن الرحيم}، الله تعالی وفرمایي: زما ستاینه یې وکړه، زه یې وستایلم او ماته یې پر بندګانو زما په ټولو نعمتونو اقرار وکړ، او کله چې ووایي: {مالك يوم الدين}، الله تعالی وفرمایي: زما بنده زما لویي بیان کړه، کوم چې لوی عزت دی. کله چې ووایي: {إياك نعبد وإياك نستعين}، الله تعالی وفرمایي: دا زما او زما د بنده تر منځه ده. نو لدې آیت څخه لومړۍ برخه یې چې هغه : (إياك نعبد) ده، الله تعالی ته په الوهیت اقرار او د هغه بندګي منل دي، او پدې سره د الله جل جلاله نیمایي برخه پای ته رسیږي. او د آیت دویمه نیمایي برخه د بنده لپاره ده چې هغه : (إياك نستعين) ده، له الله تعالی څخه د مرستې غوښتل او د هغه لخوا د مرستې وعده ده. او کله چې ووایي: {اهدنا الصراط المستقيم * صراط الذين أنعمت عليهم غير المغضوب عليهم ولا الضالين}، الله تعالی وفرمایي: دا زما د بنده لخوا عاجزي او دعا ده، او زما د بنده لپاره هر هغه څه دي چې هغه یې غوښتنه کړې، او ما د هغه دعا قبوله کړې ده.