د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو څخه یوه دا وه چې کله به هغه خپل خوب ځای ته د خوب لپاره ولاړ نو خپل دواړه ورغوي به یې سره یو ځای کړل او لاسونه به یې پورته کړل - لکه څرنګه چې یو دعا کوونکی کوی - او په نرمۍ سره به یې د خولې د لږو لاړو سره په لاسونو کې {قل هو الله أحد} ، {قل أعوذ برب الفلق} او {قل أعوذ برب الناس}، سورتونه چف کړل، بیا به یې تر خپلې وسې پورې لاسونه پر ځان راکش کړل، پيل به یې له سر، مخ او د بدن له مخکې برخې څخه وکړ، دا کار به یې درې ځلې تکرارولو.