له عقبة بن عامر رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته وویل: (پر ما داسې آیتونه نازل شول چې تر دې مخکې یې مثال نه دی لیدل شوی؛ معوذتین -الفلق او الناس سورتونه-). صحيح دی - مسلم روايت کړی دی
explain-icon

تشریح

عقبة بن عامر رضی الله عنه خبر ورکوي چې نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: الله تعالی پر ما نن شپه داسې آیتونه نازل کړل چې تر دې مخکې یې مثال نه دی لیدل شوی – یعنې د استعاذې (پناه غوښتنې) په برخه کې – دا دواړه معوذتین دي: یعنې {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ} او {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ} سورتونه.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د معوذتینو دلوی فضیلت بیان.
  • په معوذتینو د هر ډول شر څخه پر پناه غوښتنې ټینګار.