جبرائیل علیه السلام د نبي ﷺ تر څنګ ناست و، نو له اسمانه یې داسې غږ واورېد لکه د دروازې د پرانیستل کېدو، بیا یې سر پورته کړ او اسمان ته یې وکتل، بیا نبي ﷺ وویل چې دا د اسمان یوه دروازه ده چې نن پرانیستل شوه، مخکې لدې هېڅکله نه وه پرانیستل شوې، له هغې څخه یوه ملايکه ځمکې ته راکښته شوه چې تر دې مخکې هېڅکله نه وه راغلې، هغې ملاېکې په نبي صلی الله علیه وسلم سلام واچاوه او ورته یې وویل: تاته دې د دوو رڼا ګانو زېری مبارک وي، چې تر تا مخکې هېڅ نبي ته نه دي ورکړل شوي؛ هغه دواړه: سورت الفاتحة او بل د سورة البقرې وروستي دوه آیتونه دي. بیا ملاېکې وویل: هېڅوک له دې دواړو څخه یو حرف نه لولي مګر دا چې الله تعالی به پرې ورته هغه خېر دعا او غوښتنه ورکوي چې پدې کې دي.