رسول الله صلی الله علیه وسلم په ګناه، شرک او د خلکو سره د هغوی په حقونو کې په دوامداره توګه له ظلم کولو څخه خبرداری ورکوي، چې یقینا الله جل جلاله ظالم ته مهلت ورکوي، ځنډوي یې، عمر یې اوږدوي او مال یې زیاتوي، نو په سزا ورکولو کې یې بیړه نه کوي، که چېرته یې توبه ونه کړه بیا یې رانیسي او نه یې خوشي کوي او د هغه د ډېر ظلم له مله یې نه پرېږدي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: {وكذلك أخذ ربك إذا أخذ القرى وهي ظالمة إن أخذه أليم شديد} [هود: 102]، «او په شان د دغو (نیولو) نیول د رب ستا دي كله چې هغه كلي نیسي، په داسې حال كې چې هغه (كلي) ظالم وي، بېشكه د هغه (الله) نیول ډېر دردوونكي، ډېر سخت دي».