عمر رضي الله عنه فرمايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی د هغه څه له راکړې ورکړې څخه منع کړي دي چې له اړتیا پرته د تکلیف سبب ګرځي، هغه که وینا وي او یا عمل.
د حديث له ګټو څخه
له هغه تکلف څخه چې حرام دی: ډېرې پوښتنې کول او یا دا چې هغه څه پسې تکلیف ویستل چې په اړه یې ورته پوهه نه وي او یا دا چې په داسې یو کار کې سختي وکړي چې الله جل جلاله اسانه کړی وي.
مسلمان ته په کار دي چې په خبرو او عمل کې له بخښني او سختۍ نه کولو سره ځان عادت کړي: په خوراک، څښاک، خبرو او ټولو حالاتو کې.