له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله ﷺ فرمایلي: «که بني آدم د مال دوه ناوونه (یا درې) ولري، نو دریم به یې هم غوښتلی و، او د انسان ګېډه له خاورې پرته بل څه نه شي ډکولی، او الله تعالی چې چاته وغواړي نو د توبې توفیق ورکوي».
صحيح دی - متفق علیه دی
نبي ﷺ خبر ورکړی چې که بني آدم یو ناو (دره) له سرو زرو ډک ترلاسه کړي، نو د طبیعي حرص له امله به د دوو نورو هیله هم وکړي، او انسان د دنیا د حرص څخه تر مرګه نه خلاصېږي، مګر چې مړ شي او ګېډه یې د قبر له خاورو ډکه شي.
د حديث له ګټو څخه
مال او نورو دنیايي شتمنیو راټولولو ته د انسان شدیده لېوالتیا.