هشام بن حکیم بن حزام رضي الله عنهما په شام کې د عجمو د بزګرانو پر یوه ټولي تېرېده چې هغوی په لمر کې درول شوي وو، نو هغه یې د حال په اړه پوښتنه وکړه؟ نو ورته وویل شو چې دا سزا د دې لپاره ورکول کېږي چې هغوی جزیه نه ده ورکړې، سره له دې چې د ورکړې توان یې لري. نو هشام رضي الله عنه وویل: زه ګواهي ورکوم چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: بېشکه الله هغه کسانو ته عذاب ورکوي چې په دنیا کې خلکو ته ناحقه په ظلم سره عذاب ورکوي.