ام المومنین عایشې رضي الله عنها رسول الله ﷺ ته وویل: «د صفیه لپاره دې همدومره بس دی» – چې مطلب یې د هغې د بدن یوه کوچنۍ نیمګړتیا، لنډوالی و، رسول الله ﷺ وفرمایل: «تا داسې خبره وکړه چې که د بحر له اوبو سره ګډه شوې وای، نو پرې به غالبه شوې وه، هغه به یې بدلې او خرابې کړې وای» هغې وویل: د فلاني په شان کار دې وکړو- تر څو یې نېمګړتیا په ګوته کړم-، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: «زه نه خوښوم چې د چا نیمګړتیا بیان کړم، یا د هغه په څېر عمل وکړم، یا داسې خبره وکړم چې یې د کمزورۍ ښودلو سبب شي، حتی که په دې کار دنړۍ ډېره شتمنۍ هم راکړل شوې وای».