د سليمان بن صرد رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وم چې دوو کسانو سره یو بل ته کنځلې کولې، نو د یو مخ سور شو او د مرۍ رګونه یې (له ډېرې غصې) راوپړسېدلې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "زه په یوه کلمه پوهیږم چې که ویې وایي، نو غصه به یې لاړه شي، که چېرته: أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ) یعنې: زه له شیطان څخه په الله پناه غواړم ووایې: نو هغه څه به ترې لاړ شي چې دی ورسره مخ دی" نو هغوی ورته وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې: له شیطان څخه په الله پناه وغواړه»، هغه وویل: آیا پر ما لیونتوب دی؟ صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

دوو کسانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې سره یوبل ته کنځلې وکړې، په داسې حال کې چې د یو مخ سور اوښتی و، د مرۍ خواوشا رګونه یې پړسېدلې وې. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه داسې یوې کلمې باندې پوهېږم چې که دا غصه کوونکی یې ووایي غصه به یې لاړه شي، که چېرته: أعوذ بالله من الشيطان الرجيم ووایي. نو هغوی ورته وویل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې له شیطان څخه په الله پناه وغواړه. هغه وویل: آیا زه لیونی یم؟! دا ګمان یې وکړ چې یوازې لیونی انسان له شیطان څخه پناه غواړي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د سبب د شتون پر مهال پر هدایت او لارښوونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار.
  • غصه د شیطان له طرفه وي.
  • د غصې پر مهال له رټل شوي شیطان څخه په الله باندې پناه غوښتل، الله تعالی فرمایلي: (وإما ينزغنك من الشيطان نزغ فاستعذ بالله..) الآيةَ یعنې (او كه چېرته د شیطان له طرفه كومه وسوسه تا (په ګناه كولو) ورتېز كړي، نو په الله پورې پناه ونيسه).
  • له کنځلو او لعنت ویلو څخه وېرول او ځان ترې ساتل؛ ځکه چې دا دواړه د خلکو تر منځ د فساد لامل ګرځي.
  • هغه چاته د نصیحت رسول چې اورېدلی یې نه وي، تر څو ترې ګټه واخلي.
  • رسول الله صلی الله علیه وسلم د غصې پر وړاندې خبرداری ورکوي؛ ځکه چې شر او بې احتیاطي زیږوي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم به نه غصه کېده مګر دا چې کله به د الله تعالی حرمتونه پر پښو لاندې شول او دا ستایل شوې غصه ده.
  • نووي رحمه الله د دې وینا په اړه فرمایلي چې (آیا زه تاته لیونی ښکارم) چې شونې ده دا وينا کوونکی له منافقينو او يا له شډلو بدويانو څخه څخه وي.