رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې کله الله تعالی د قیامت په ورځ لومړني او وروستني کسان د حساب کتاب لپاره راټول کړي، نو د هر هغه غدار لپاره به چې له الله تعالی یا خلکو سره یې کړې ژمنې نه وي پوره کړي، یوه نښه وټاکي چې له مخې یې خیانت په ډاګه کړي، او له مخې به یې غږ وشي چې: دا د فلاني د فلاني د زوی خیانت دی، څو یې بد د محشر خلکو ته په ډاګه شي.