رسول الله صلی الله علیه وسلم د حرام غیبت حقیقت بیانوي، چې هغه پسې شا د مسلمان یادول دي په هغه څه سره چې هغه یې نه خوښوي، برابره خبره ده که ځاني صفتونه وي او یا اخلاقي لکه: وړوند، دوکه باز، دروغجن او داسې نور ناوړه صفتونه، اګر که دا صفت پکې موجود هم وي. او که چېرته پکې هغه صفت نه و، نو دا له غیبت نه هم سخته ( ګناه ) ده چې هغه تور پورې کول دي، یعنې په یو چا د یو کار دروغ ویل چې په هغه کې نه وي.