explain-icon

تشریح

عقبه بن عامر رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې په دنیا او آخرت کې د مؤمن د نجات لاملونه څه دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: درې کارونه باید وکړې: لومړی: خپله ژبه دې له هغه څه نه وساته چې خېر پکې نه وي او له هر ډول بدې وینا څخه، او له ښو پرته بل څه مه وایه. دویم: په کور کې پاتې شه او په خلوت کې د الله عبادت وکړه، د الله تعالی په اطاعت بوخت اوسه او د فتنو له شر څخه په کور کې ګوښه پاتې شه. دریم: وژاړه، پښېمانه اوسه، او له خپلو کړو ګناهونو دې توبه وباسه.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د خلاصون د لارو پر پېژندلو د صحابه کرامو رضي الله عنهم ټینګار.
  • په دنیا او اخرت کې د خلاصون د اسبابو بیان.
  • یو کس هڅول چې انسان باید ځانته پاملرنه وکړي کله چې بل چا ته فایده نشي رسولی، یا د خلکو سره د اختلاطاتو په صورت کې خپل دین او ځان ته د زیان رسولو وېره لري.
  • کور ته پاملرنه، په ځانګړې توګه چې د فتنو په وخت کې د دین د ساتنې یوه وسیله ده.