عبادة بن الصامت رضي الله عنه، چې د بدر سترې غزا ګډونوال او د خپل قوم مشر و، هغه قوم چې د منی په سیمه کې د عقبه شپې په ترڅ کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د ملاتړ بیعت ته ورغلی وو – هغه مهال چې رسول الله صلی الله عليه وسلم لا هم په مکه کې و، مدینې ته له هجرت نه مخکې – روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلو اصحابو ترمنځ ناست و، نو له هغوی یې وغوښتل چې پر ځینو چارو ورسره بیعت (ژمنه) وکړي. لومړی: دوی به د الله تعالی په عبادت کې هېڅ شی نه شریکوي، که څه هم لږ وي. دویم: غلا به نه کوي. دریم : چې بد کاري (زنا) به نه کوي. څلورم : دا چې خپل اولادونه به نه وژني— نارینه اولادونه د فقر له وېرې، او ښځینه اولادونه د شرم یا عار له وېرې نه وژني. پنځم : دا چې دروغ به نه جوړوي—یعني داسې دروغ به نه جوړوي چې د خپلو لاسونو او پښو ترمنځ یې اختراع کړي، ځکه چې اکثر اعمال د لاسونو او پښو له لارې ترسره کېږي، که څه هم نور غړي پکې هم برخه لري. شپږم : دا چې په معروف (ښه کار) کې به د رسول الله ﷺ نافرماني نه کوي. څوک چې له دوی څخه پر عهد ثابت پاتې شي او دا شرطونه عملي کړي، د هغه اجر د الله پر غاړه دی، او څوک چې له یادو ګناهونو څخه (پر شرک سربېره) کومه یوه بله ګناه وکړي، او په دنیا کې پرې حد جاري شي، نو دا حد د هغه لپاره کفاره ده، او ګناه یې پرې پاکه شوه، او څوک چې له دې ګناهونو څخه کومه یوه وکړي، خو الله یې پرده وکړي، نو د هغه کار د الله په اختیار کې دی: که وغواړي، بخښنه به ورته وکړي، او که وغواړي، سزا به ورکړي، نو ټولو حاضرینو له رسول الله ﷺ سره پر همدې شرطونو بیعت وکړ.