ابن عمر رضي الله عنهما وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ماعز بن مالک الأسلمي رضي الله عنه له سنګسارولو وروسته ودرېد، خلکو ته یې خطبه ورکړه او ویې فرمایل: لدې او هرې پلیتې ګناه چې الله تعالی ترې منع فرمایلې ده ځان وساتئ، او له چا چې کومه ګناه وشوه، یا یو څه پکې ښکېل شو نو دوه کارونه پرې واجب دي: لومړی: چې د ځان پرده وکړي، ځکه الله تعالی یې پرده وکړه، او هېڅوک دې په خپله ګناه نه خبروي. دویم: الله تعالی ته دې په توبې وېستلو بیړه وکړي او په ګناه دې اصرار نه کوي، او موږ ته چې د چا ګناه ښکاره شوه، موږ پرې حد جاري کوو، کوم چې د الله په کتاب کې د نوموړي ګناه لپاره ذکر شوې ده.