ابن مسعود رضي الله عنه خبر ورکوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته د حاجت خطبه ښودلې ده، او دا هغه خطبه ده چې په خطبو کې د خبرو په پیل او د معاملې په پیل کې وییل کیږي لکه: د نکاح خطبه، د جمعې خطبه او داسې نور، دا خطبه لویو معناوو ته شامله ده لکه دا چې؛ الله جل جلاله د هر ډول ستاینې مستحق دی، او یوازې له هغه څخه مرسته غوښتل کیږي چې شریک نه لري، په ګناهونو پرده اچول او بنده ته ترې تېریدل، او هغه ته له هر شر څخه پناه وړل، د نفس او نورو شرونو څخه. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې هدایت د الله جل جلاله په لاس کې دی، چا ته چې هدایت وکړي هغه لره ګمراه کوونکی نشته، او څوک یې چې ګمراه کړ نو هغه لره هدایت کوونکی نشته. بیا یې د توحید ګواهي ذکر کړه چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او په رسالت ګواهي چې محمد - صلی الله علیه وسلم - د الله بنده او د هغه رسول دی. او خطبه یې پدې دریو آیتونو سره پای ته ورسوله چې د الله جل جلاله د رضا دلاسته راوړلو په خاطر پکې د الله جل جلاله په تقوا او د هغه د اوامرو په پر ځای کولو او له نواهیو څخه یې په ځان ساتلو امر شوی او دا چې د هغه چا بدله چې دا کار یې وکړ د عملونو او ویناوو اصلاح، د ګناهونو بخښل، په دنیا کې پاکیزه ژوند او په قیامت کې د جنت ګټل دي.