عثمان الشحام او فرقد السبخي له مسلم بن أبي بكرة رضي الله عنه څخه پوښتنه وکړه چې: آیا له خپل پلار څخه دې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه داسې کوم حدیث اورېدلی چې د مسلمانانو ترمنځ د فتنو او جګړو په اړه وي؟ هغه وویل: هو، رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر ورکړی، چې له ده وروسته به فتنې راشي، او په دغو فتنو کې به ناست، غافل کس چې فتنو کې لاسوهنه نه کوي له هغه کس څخه غوره وي چې پکې روان وي، او روان کس به له هغه کس څخه غوره وي چې فتنو ته ځان مخکې مخکې کوي او برخه پکې اخلي. بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه چا ته لارښوونه وکړه چې که فتنه د هغه په زمانه کې راښکته شي یا واقع شي، او ده ته کوم پناه ځای موجود وي، نو هلته دې ولاړ شي؛ نو څوک چې اوښان لري چې څري، نو د خپلو اوښانو خوا ته دې لاړ شي، او څوک چې پسونه لري او څري، نو د خپلو پسونو خوا ته دې لاړ شي، او څوک چې ځمکه او کرونده لري، نو د خپلې ځمکې خوا ته دې لاړ شي. یوه سړي وویل: اې د الله رسوله! ته د هغه کس په اړه څه وایي چې نه اوښان لري، نه پسونه او نه ځمکه؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: هغه دې خپله وسله (توره) واخلي، ماته دې یې کړي او خرابه دې کړي، بیا دې وتښتي او خپل ځان او اولاد دې وژغوري که د ژغورنې توان ولري. بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم درې ځلي شاهدي ورکړه او ویې فرمایل: اې الله! آیا ما پیغام ورساوه؟ اې الله! آیا ما پیغام ورساوه؟ اې الله! آیا ما پیغام ورساوه؟ نو یوه سړي وویل: اې د الله رسوله! ته څه وایې که زه مجبور کړای شم چې له یوه صف یا یوې ډلې سره ګډون وکړم، بیا یو سړی ما په توره ووهي، یا یو غشی راشي او ما ووژني؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: هغه به د خپلې ګناه او د هغه کس د ګناه بار واخلي چې هغه یې وژلی، او د قیامت په ورځ به د دوزخ له خلکو څخه وي.