رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو څخه په اسانۍ او سختۍ او د شتمنۍ او بې وزلۍ په حالت کې ژمنه او تعهد واخیست چې د آمر او چارواکو پیروي به کوي، برابره خبره ده که د هغوی امرونه نفس منل یا یې بد ګڼل، تر دې چې که چېرته چارواکو په عامه شتمنیو منصبونو او داسې نورو شیانو کې ولس باندې ځان ته لومړیتوب ورکاوه، نو بیا یې هم په نیکیو کې اطاعت واجب دی، او دا چې خروج به پرې نه کوي ځکه چې هغوی سره په جنګ کولو کې فتنه او فساد له هغه نارواوو څخه ډیر لوی دی چې له دوی سره د هغوی د ظلم له امله رامنځته کیږي، او له هغه څخه چې دوی پرې ژمنه وکړه دا و چې هر ځای کې به حق وایي، او الله تعالی ته به یې پکې نیت خالص وي، او د چا له ملامتیا څخه به نه وېریږي.